د بهرنیانو لپآره د نوم لیکنې لارښود چې په هوایي یا ځمکني ډول افغانستان ته دننه یا ووځي

  • هغه بهرنیان چې په غیر رسمي پاسپوټ افغانستان ته راځي، وروسته له دې چې افغانستان ته دننه شي باید خپلې ځانګرڼې د نفوسو احوالو ثبتولو نږدې نمایندګي کې ثبت کړي؛
  • هغه بهرنیان چې خپلې ځانګړنې ثبتوي (البته ټولې ځانګړنې د شخص د پاسپورټ په اساس ثبتېږي) باید دوه قطعې عکسونه له ځان سره ولري؛
  • هغه فورمې چې د بهرنیانو ځانګنې پکې ثبتېږي باید ډکې کړل شي؛
  • د ځانګړنو ثبتولو د مرحلې له پلي کولو وروسته به بهرني ته د هغه کارت چې ټولې ځانګړنې پکې لیکل شوي وي صادریږي؛
  • هغه وګړي چې نشي کولای خپلې ځانګړنې په هوایي ډګر او د افغانستان په سرحدونو کې ثبت کړي، ۴۸ ساعته وخت لري ترڅو خپلې ځانګړنې د بهرنیانو په ریاست کې ثبت کړي؛
  • هغوی چې رسمي پاسپورټونه لري، لکه د ناټو ځواکونه، د ملګرو ملتونو استازي‎ او هغه بهرنیان چې تر ۱۷ کلونو کم عمر لري، نوم لیکنې ته اړتیا نه لري؛
  • بهرنیان مکلف دي ترڅو له افغانستان څخه د وتلو وروسته خپل ثبت شوی کارټ د نفوسو احوالو ثبتولو عمومي ریاست نمایندګي په هوایي ډګر او د افغانستان په سرحدونو کې بېرته وسپاري.